نظامي چارواکو ادعا کړې، چې د پاکستاني طالبانو مشر ملا فضل الله يې وژلی دی.د پاکستاني پوځ د عامه اړيکو مسؤولين وايي، چې دپاکستان قبايلي سيمې تيراه کې يې د »ضرب عضب« نظامي عملياتو په ترڅ کې يې د پاکستاني طالبانو مشر ملا فضل الله وژلی او د حافظ ګل بهادر يې ټپي کړی دی.پاکستاني چارواکو دا ادعا په داسې حال کې کړې، چېنن ۲۳مارچ »د پاکستان ملي ورځ« لمانځل کيږي.د پاکستاني طالبانو وياند محمد خراساني د پاکستانيپوځ ادعا رد کړې او وايي، چې »د ملا فضل الله د وژل کېدو خبر هېڅ اساس نه لري.«د پاکستاني طالبانو يوې بلې ډلې »جماعت الاحرار« هم د ملا فضل الله د وژل کېدو په اړه د پاکستاني پوځ ادعا رد کړې ده.د يادونې وړ ده، چې ۲۰۱۳ز کال کې د حکيم الله محسود له وژل کېدو وروسته ملا فضل الله د پاکستاني طالبانو مشر شو.د تېر کال ډيسمبر کې، چې پېښور کې پر يو پوځي ښوونځي ډله ييز بريد کې ۱۳۲ تنه وژل او ۱۴۸ تنه په کې ټپيان شوي وو ا و پاکستاني پوځله هغې وروسته د ملا فضل الله په ګډون د پاکستان طالبانو پر ضد خپلو عملياتو ته زور ورکړی دی.ازادو سرچينو تر اوسه د پاکستاني پوځ ادعا نه ده تصديق کړې.پاکستاني چارواکو د ملا فضل الله د وژلو ادعا کړې
افغانستان